انصار: ( د کب ۱۵مه)، په پام کې ده چې ډونالډټرمپ د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا وکړي.
ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت ولیکل چې د ده وینا به "ستره" وي. هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو تمه ده چې دی به هڅه وکړي په خپله وینا کې له اوکراین سره د مرستو د بندولو په ګډون د خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د اجنډا د دوام لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.
ښاغلي ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په تېرو شپږو اونیو کې د فشار او ناڅاپي پرېکړو له لارې په کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ کې د پام وړ بدلونونه اعلان کړل او په دې ترڅ کې یې تر ډېره له اجرایي فرمانونو څخه کار اخیستی او کانګرس یې له پامه غورځولی دی څو هغه ژمنې عملي کړي چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال یې له خلکو سره کړې وې.
جمهوریپال ټرمپ د نورو اقداماتو ترڅنګ د دولتي ادارو زرګونه کارکوونکي له دندو لیرې کړل، د چین، مکسیکو او کاناډا پر وارداتو تعرفې یې لوړې کړې، سلګونه غیرقانوني کډوال یې له متحدوایالتونو وایستل او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هیله یې له روسیې سره ډیپلوماتیک اړیکي بيا پیل کړل.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35083